د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

دوشنبه، 20 ربیعالثانی 1447 / 21 تله 1404
د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین پرساد سره وکتل.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه وکړه.
دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د مشترکې سوداګریزې کمېټې پر جوړولو موافقه وکړه چې وخت پر وخت به د سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او غونډې ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي زاهد په دغه ناسته کې هندي لوري ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.