په پکتیا ولایت کې د سهیل ختیځ او لوېدیځ دهیلز (كوريدور) د ګټورتیا په اړه علمي کنفرانس جوړ شو.

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۴:۳۹
سهیل ختیځ او لوېدیځ دهیلز (كوريدور)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ چارو معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي د یو لوړپوړي دولتي پلاوې په مشرۍ د پکتیا ولایت ته د سویل، ختیځ او لویدیځ دهیلز(كوريدور) په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه سفر وکړ.
په دې کنفرانس کې چې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو والیانو، د اقتصاد، ترانسپورټ، اطلاعاتو او فرهنګ او د پوهنې وزارتونو معینانو، ریسانو ، د چارو ادارې مسوولینو، د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو ولایتی مسوولینو، وکیلانو ، مشرانو او ځوانانو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړي وو، د یاد کورېدو په اقتصادي،سوداګریز او ټولنیز ارزښت باندې خبرې وشوې.
ښاغلي عبدالرحیمزي د پلاوې په استازیتوب د کنفرانس د موخې د بیانولو تر څنګ د سهېل ختیځ او لویدیځ دهیلز د اقتصادي اهميت په اړه خبرې وکړې او ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته په تیرو پنځو کلونو کې د سوداګریز وضیعت، پرمختګونو او لاسته راوړنو او راتلوونکي پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
د حکومت له لوري د سوداګرۍ په برخه کې د غوره امکاناتو برابرول، خلکو کارموندنه او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې ژمنو د پوره کولو په موخه تر دې وړاندې هم ورته پروګرامونه جوړ کړي چې دا لړۍ به دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS