په هرات ولایت کې د دریوو تولیدې فابریکو پرانیسته

دوشنبه د غويی ۲۷ مه ۱۴۰۰
په هرات ولایت کې د لسو میلیونوامریکايي ډالرو په ارزښت د درې تولیدې فابریکې ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې.
یادې فابریکې د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر نثاراحمد غوریانی د دغه ولایت والی سید وحید زاهد قتالی،په ولسي جرکه د ولس استازو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون پرانستل شوي .
دیادې فابریکې هرات ولایت د صنعتی ښارګوټې کې د ۱۰ میلونه ډالرو په پانګونې سره د لبنیاتو، ایسکریم ، پنیر او بیسکیټو تولید په برخه کې فعالیت ترسره کوي چې نیغ په نیغه يې تنو ۵۰۰هیوادوالوته د کار زمینه برابره کړې ده .
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ددې فابریکو د بیلا بیلو پرخو په پرانست غونډو کې وویل د افغانستان اسلامي جمهوری دولت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په بیلا بیلو سکتورونوکې د دې شرکتونو د پانګونې هرکلی کوي، زیاته يې کړه دې وزارت په بیلا بیلو سکتورونوکې د پانګونې د را جلبولو لپاره اغیزناکه اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
ښاغلي غوریانی د کورنیو تولیداتو او ځان بسیانيې په لور د دې فابریکو پرانستل اغیزناکه وباله.
له بل پلوه د هرات والی په دغه پرانست غونډه کې وویل د دا ډول فابریکو پرانستل د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او د بی کارۍ کچې د را ټیټولوپه برخه کې د هیواد په ګټه وباله ،د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هرات ولایت سیمه اییز چارواکو سر یو ځای د صنعتی ښارګوټي له یو درملو د تولید یوې فابریکې څخه هم لیدنه وکړه ،دغه د درملو فابریکه به ډیر ژر ګټې اخیستنې په موخه په هرات ولایت کې پرانستل شي.
د هرات ولایت د صنعتی ښارګوټی د څلورو بیلا بیلو فازونو په درلودو سره د هیواد د مهمو صنعتی ښارګوټو څخه شمیر کیږي چې تر اوسه په بیلا بیلو سکتورونوکې تر (۳۰۰ ) زیات صنعتی او تولیدي فابریکې په کې فعالیت ترسره کوي او تر ۴۰۰۰۰ زیات هیواودوال په کې په کار بوخت دي.
همدا راز په پام کې ده چې د کورنیو صنایعو د ملاتړ د اووني په درشل کې په قندهاراو کابل څو نورې فابریکې د صنعت او سواګرۍ وزیر، د پارلمان او خصوصي سکتور د استازو په ګډون پرانستل شي.