هرات کې د تار د تولید د کچې لوړ والی

چهارشنبه د غبرگولی ۵ مه ۱۴۰۰
هرات کې د تارو د تولید فابریکې د خپلې پانګې او تولید کچه لوړه کړې.
د سپینو زرو د تار تولید فابریکه چې له ۱۳۹۶ کال راهیسې د هرات صنعتي ښارګوټي کې فعالیت کوي؛ دې خپله پانګه اچونه ۷ملیون ډالرو ته لوړه کړې.
دا فابریکه په یوه شپه او ورځ کې د 7 ټنو تارو د تولید ظرفیت لري؛ چی دې ولایت کې له 300 تنه زیاتو اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د سپینو زرو تارو تولید فابریکه ، چې په هیواد کې یو له تر ټولو لوی او ډیر مجهز شرکت دی؛ دخپل محصولات بهر ته صادروي.
د شرکت چارواکي وايي چې دوی تر دې دمه شاوخوا ،۶۰۰۰ ټنه نخی تار ایران ، چین او نورو هیوادونو ته صادر کړي دي او هڅه کوي چې خپل صادرات نورو هیوادونو ته هم پراختیا ورکړي.