مولوي قدرت الله جمال د میدان وردګ ولایت د صنعت او سوداګرۍ له آمریت څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۱/۴/۲۸
محترم مولوي قدرت الله جمال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او ورسره پلاوي د میدان وردګ ولایت د صنعت او سوداګرۍ له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په پېل کې ښاغلي جمال د یاد آمریت له کارکوونکو سره وکتل، د دوي ستونزې او ننګونې واوریدلې او د حل لپاره يې د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال همدارنګه د دې آمریت شعبات، آرشیف او تحویلخانه هم له نژدې څخه وکتلې او د آرشیف مسوولینو ته یې د مکاتیبو او سندونو د خوندي ساتنې او مراقبت په اړه لازمې لارښونې او هدایت ورکړل. په اخر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین او ورسره تخنیکي پلاوي د آمریت له احاطوی د یوال څخه لیدنه وکړه او د يادې پروژې پر بشپړ والیی ټینګار وکړ.