سوداګرو او صنعت کارانو سره لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۹:۲
سوداګرو او صنعت کارانو سره لیدنه

سه شنبه مورخ 9رجب المرجب 1444 / سلواغه 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سوداګرو او صنعت کارانو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې سوداګرو په هیواد کې د سهامی شرکت له لاری د سرطان د ناروغۍ درملنې لپاره د مجهزه روغتون پر جوړولو بحث وکړ او صنعت کارانو د سوداګريزو ویزو په برخه کې خپلې ستونزې بیان کړل او د ستونزو د حل غوښتوونکې شول،  همدا راز پانګوال د خپلې فابریکې د تولیداتو د کاپی کیدو څخه شکایت درلود او د دی کار د مخنیوی غوښتوونکې شول.

ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ،  وویل چې امیرالمومنین ( حفظه الله ) تل د صنعت کارانو او سوداګرو څخه ملاتړ کړی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې د سوداګرو او صنعت کارانو کور وباله زیاته يې کړه چې صنعت او سوداګرۍ وزارت په امارت کې د سوداګرو او صنعت کارانو استازی دی همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه هم د امیرالمومنین ( حفظه الله ) د هدایاتو په مطابق سوداګرو او صنعت کارانو څخه هر اړخیزه ملاتړ کوي.

په پای کې ښاغلې جمال سوداګرو ته د ستونزو د حل لپاره د چټک حل لټولو ډاډ ورکړ او وویل چې ستاسو وړاندیزونه به د تائيد په موخه اقتصادی کمیسیون سره شریک کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS