د کندهار ولایت سوداګرو له مرستیال وزیر سره وکتل

چهارشنبه: دجوزا/غبرګول ۱۸مه ۱۴۰۱
د کندهار ولایت یو شمېر سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سره د یاد وزارت د غونډو په عمومي تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د کندهار ولایت د صنایعو او کانونو د خونې استازي هم شتون درلود سوداګرو دوی ته ورپېښې عمده ستونزې مرستیال وزیر ته وړاندې کړې.
دوی د صنعتي ځمکو د غصب, د ځمکې د کموالي, د صنعتي ځمکو د حفظ و مراقبت او له صنعتي پارک څخه د اطفائې ریاست د لېرېوالي په شمول ځینې اوږدمهالې ستونزې د حل په هدف د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ښاغلي جمال د خپلو خبرو په مهال دوی ته د ټولو ستونزو د حل ډاډ ورکړ. نوموړي د کندهار ولایت له سوداګرو وغوښتل چې د یادو مشکلاتو حل لپاره باید وزارت څخه رسمي غوښتنې وشي تر څو يې د حل لپاره چټک او کوټلي ګامونه پورته شي.