د پنجشېر ولایت امنیه قومندان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۱:۳۲
د پنجشېر ولایت امنیه قومندان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

چهارشنبه مورخ ۳۰محرم ۱۴۴۵ / ۲۶زمری ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د پنجشېر ولایت له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. ښاغلي بدر د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې پنجشېر کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ډاډمنه فضا رامنځته شوې او هیڅ ډول امنیتي ستونزه وجود نلري. نوموړي وویل د سوداګرۍ وزارت سره په همغږي به د سوداګرو لپاره له امنیتي پلوه د غوره شرائطو په رامنځته کولو کې خپله همکاري درېغ نکړي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ښاغلي بدر د راتګ څخه د مننې تر څنګ د پنجشېر د امنیه قومندانۍ هلې ځلې وستایلې. نوموړي زیاته کړه چې د سوداګرۍ وزارت  د نورو ولایتونو په څېر په پنجشېر کې هم د سوداګرۍ او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلې. په وینا یې په نزدې راتلونکې کې به پنجشېر ولایت ته یو مهم سفر ولري تر څو له نزدې د شته فرصتونو ارزونه وکړي او په اړه یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۳
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړيوال نندارتون دپرانېست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

یاده غونډه کې دریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د زراعت وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، دافغانستان بانک رئیس مولوي هدایت الله بدري او همداراز دامارت لوړ پوړو چارواکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د صنعت اونۍ او نړيوال نندارتون څخه ليدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړيوال نندارتون د ارزونې په موخه د خپلو صنعتکارانو او سوداګرو د هڅونې په پار د وطني توليداتو څخه ليدنه وکړه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د یو بار مصرف کاغذي توکو صنعتکارانو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د یو بار مصرف کاغذي توکو د مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

BACK TO NEWS