د ولسمشر دویم مرستیال سره د صنعت او سوداګرۍ وزیرلیدنه

شنبه د وری ۱۴ مه ۱۴۰۰
دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دوهم معاون ښاغلی سرور دانش سره وکتل.
په دې ناسته کې ، ښاغلي غوریاني په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او نورو لومړیتوبونو په اړه د دې وزارت کړنو،لاسته راوړنو او پلانونو په اړه راپور ورکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر دخپلو پلانونو په بیانولو سره ، د دغه وزارت د اجرایوي پلانونو په پلي کولو کې د ولسمشر د دوهم مرستیال د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
دولسمشر دوهم مرستیال په اړوندو برخو کې د ښاغلي غوریاني کاري پلانونو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت اجرایوي پلانونو ستاینه وکړه ، او ټینګار یې وکړ چې د دې وزارت اړوند قانوني اسناد د صنعت او سوداګرۍ ودې لپاره اغیزمن دي، چې وروستته له دې یې به یې قانونې پړاونه په بیړنې ډول ترسره شي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال خصوصي سکتور د قوي ځواک او د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د مؤثر شریک په توګه یاد کړ او له ښاغلي غوریاني یې وغوښتل چې له خصوصي سکتور سره همغږۍ او همکارۍ ته زیاته پاملرنه وکړي.