د هېواد بندرونو کې د صادراتو او وارداتو بهیر، په عادي ډول جریان لري

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۵ - ۱۷:۲۷
د هېواد بندرونو کې د صادراتو او وارداتو بهیر، په عادي ډول جریان لري

چهارشنبه، د ۱۳۹۹ کال د وږي ۵مه، کابل، افغانستان

اوسمهال د افغانستان ټول بندرونه، د سوداګریزو اموالو لېږدونکو وسایطو پر مخ خلاص دي، صادرات او واردات له دغو بندرونو څخه، په عادي ډول تر سره کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ معینیت سرپرست، عبدالکریم ملکیار، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې یې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، زیاته کړه: که څه هم د روان مالي کال په دوهمه ربعه او د کرونا ویروس بحران په جریان کې، دافغانستان بندرونه د سوداګرۍ پر مخ تړلي وو؛ خو اوسمهال د هېوادو بندرونو کې وضعیت عادي حالت ته را ګرځېدلی دی.

ملکیار وویل: په ۲۰۱۹ کال کې د سوداګرۍ دوران په ټولیز ډول ۷.۶ میلیارډ ډالرو ته رسېده، چې له هغې جملې څخه ۶.۶ میلیارډه ډالر یې وارداتو او ۹۹۵ میلیون ډالر یې صادراتو جوړول.

هغه دې ته په ټینګار سره چې د افغانستان د وارداتو او صادراتو بهیر، د کرونا ویروس خپرېدو له بحران څخه اغېزمن شوی، زیاته کړه: د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هېواد ټولیز واردات ۲۶۲۳.۵ میلیون ډالرو او ټولیز صادرات ۲۳۵.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

همداراز نوموړي وویل، د ۲۰۱۹ کال لومړیو شپږ میاشتو سره د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږ میاشتو پرتله ښیي، چې د افغانستان وارداتو ۲۳ سلنه او صادراتو یې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی تجربه کړی دی.

ملکیار د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړیو اووه میاشتو کې د هوایي دهلېزونو له لارې د صادراتو کچې د زیاتوالي په اړه خوښي وښوده او زیاته یې کړه: د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړیو اووه میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله، د هوایي دهلېزونو له لارې د صادراتو ارزښت ۱۷ سلنه او حجم یې ۲۹ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS