د ننګرهار له والي سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۳۱
د ننګرهار له والي سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه
چهارشنبه دکب ۱۳ مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ، چې د ننګرهار ولایت ته په سفر تللی ، د دغه ولایت له والي ضیا الحق امرخیل سره وکتل او سوداګرۍ ترانزیت ، صنعتي ودې او د دغه ولایت د صنعتي پارکونو پراختیا په اړه يې بحث وکړ.
ښاغلي غورياني وویل ، ننګرهار ولایت د هیواد په ختیځ کې د اقتصادي - صنعتي زون په توګه د دې وزارت لپاره لوړ مقام لري او دغه وزارت د دې ولایت د سوداګرۍ ، ترانزیت او تولیدي صنعتي پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د صنعتي پارکونو او صنعت د ودې او او پراختيا لپاره مشخص پلانونه لري او د پلي کیدو په خاطر یې په ننګرهار کې د ننګرهار والي ، پارلماني غړو او پانګوالو د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه. .
له بلې خوا ، د ننګرهار والي ، ضیا الحق امرخیل د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ دغه وزارت مشرتابه ته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې وڅيړلې اودحل لپاره ي دهر ډول مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS