د غوره ملي خدمتونو پسرلني نندارتون کې ګډون
سه شنبه مورخ 28 شعبان المعظم 1444 / 1 وری 1401
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوی قدرت الله جمال د غوره ملي خدمتونو نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
د دارلمان په تاریخي ماڼۍ کې د خصوصي سکټور او د داخلي تولیداتو د ملاتړ په پار د تسل شرکتونو لخوا او دصنعت اوسوداګرۍ وزارت په مرسته جوړه شوې نندارتون کې د کابل ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي عبداللطیف نظری، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري معین ښاغلي ملا سعد الدین سعید، د ملي رادیو تلویزیون لوی رئیس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق، او د ا ا ا د ویاند مرستیال ښاغلي بلال کریمی ګډون درلود.
ګډون والو په خپل وار سره د ننداتونونو د جوړولو پر اهمیت، اقتصادي پراختیا او داخلي توکو ته د بازار موندنې په برخه کې خبرې وکړې او د نندارتونونو جوړول يې مهم وبلل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي جمال د یاد نندارتون جوړول لوی ابتکار وباله او د جوړونکو څخه مننه وکړه، . نوموړي وویل د ا ا ا د ملت په ملاتړ او مشوره کار کوي، ښاغلي جمال د خپل خبرو په جریان کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړونو، او پلانونو په اړه د مختصرو معلومات په وړاندې کولو سره وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت موخه د سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ همداراز سوداګرو او صنعت کارانو ته هراړخیزه آسانتیاوې برابرول، د داخلي تولیداتو وده، په هیواد کې بهرنۍ پانګوالو ته د پانګه اچونه لاره هوارول او د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه ده.
د یادونې وړ ده چې په یاد نندارتون کې سوداګرو او صنعت کارانو خپل صنعتي او سوداګریز توکې په ۱۶۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړی، چې ۳ ورخي به هیوادوالو ته د نندارې په موخه پرانیستی وی.