د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د مدیره هيئت رئیس معرفي شو

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۸:۳۸
د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د مدیره هيئت رئیس معرفي شو

یک شنبه مورخ 19شعبان المعظم 1444 / 21 کب 1401

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي عبدالطیف نظری، د صنایعو او کانونو خونې د مدیره هیئت مشر ښاغلي شیرباز کمین زاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونوعمومي رئيس ښاغلي سید محمد نعیم محمدی، د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د خدماتو رئیس ښاغلي عبدالقیوم نصیر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون درلود

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي جمال د یادې اتحادیې د غړو ترمنځ د یووالي او د داخلي تولیداتو پر کیفیت باندې د تینګارسربیره د کورنیو تولیداتو د کارولو د ګټو په اړه خبرې وکړې او له هیوادوالو یې وغوښتل چې داخلي تولیدات وکاروئ.

ښاغلي جمال زیاته کړه په نړۍ کې ډیرې غالۍ تولیدیږي، خو د افغانستان غالۍ خپل ځانګړی ځای لري او نړیوال یې په آسانۍ سره پیژني چې دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده، نوموړي د دې اتحادیې له مسوولینو وغوښتل چې دغه ځانګري مقام چې د هیواد غالیو لاسته راوړي له لاسه مه ورکوئ.

همدا راز په دې غونډه کې د غالیو د اتحادیې پخوانی مشر او اوسنی لومړی مرستیال ښاغلي نوراحمد نوری د دې اتحادیې د قانون تعدیل، ټاکنو، او د اتحادیې د مدیره هیئت د نوي مشر ګمارلو په اړه خبرې وکړې او دغه ورځ یې د غالیو اتحادیې لپاره تاریخي ورځ وبلله.

همداراز د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي عبدالطیف نظری د هیواد دغالیو د صنعت د رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې، د غالیو د صنعت پر ودې یې ټینګار ترڅنګ  د اقتصاد وزارت پلانونه  تشریح کړل.

ورپسې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر ښاغلي شیرباز کمین زاده صنعت  د هیواد د امنیت ضمانت کوونکی وباله، زیاته یې کړه چې نن د غالیو د سکټور دهیواد  د تولیداتو په سر کې ځای لري، ښاغلي کمین زاده د هغه ستونزو او محدودیتونو په اړه خبرې وکړې چې د نړیوالو لخوا پر افغانانو تحمیل شوی دی نوموړی زیاته کړه، دا د افغانستان له خلکو سره ظلم دی.

همداراز د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د خدماتو رئیس د عوایدو په  راټولولو کې  آسانتیاوو رامنځته کولو،او  مالیاتې اظهارنامو د الکترونیکي کیدو په اړه معلومات وړاندې کړل

د غونډې په پای کې د غالیو د اتحادیې رئیس ښاغلي عبدالمنان حیدری چې د آزادې سیالۍ له لارې ټاکل شوی خبرې وکړې او خپل پلانونه یې تشریح کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۷:۵۴
Background image

د ساختماني سکتور له استازو سره غونډه

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د دغه وزارت  د غونډو په  تالار کې د ساختماني سکتور له استازو سره وکتل.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۸:۱۵
Background image

د امیرالمومنین (حفظه الله) د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تعقیب ناسته

د امیرالمومنین حفظه الله د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تعقیب کمیسیون ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د دې کمیسیون مشر ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۲۹
Background image

د ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال  ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال د ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه وکړه او په افغانستان کې ( د ساتنې، حرفه او تشبثاتو  له لارې د ژوند برابرولو پروژې) د. . .

BACK TO NEWS