د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي کنفرانس
یکشنبه :د لړم 23مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د وزارت سلاکار ښاغلي عبدالحمید عزیزي مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغه کنفرانس چې د افغانستان د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شو؛ ښاغلي عزیزي پاکستان اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او د رسنیو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
نوموړي دغه سفر د افغانستان وګړو لپاره دا سفر ګټور وباله او يادونه يې وکړه، چې افغانستان په عملي توګه په سيمه کې د سوداګرۍ او ترانزيت پر څلورلارې بدل شوى دى.
هغه له پاکستان سره د شویو هوکړه لیکونو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو له لارې یې ټولو پانګوالو ته پیغام ورکړ چې افغانستان د پانګونې لپاره له ټولو اړینو اسانتیاوو سره خوندي سیمه ده او موږ په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوو.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د ګډ بورډ تر منځ خبرې د لړم(عقرب) په ٢٠مه او ٢١مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوې او په ٢٠برخو کې هوکړې ته ورسیدل.