د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د غالیو د بازار موندنې لپاره بهرنې نندارتونونه ترسره کوي.

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۸:۳۷
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د غالیود بازار موندنې لپاره بهرنې نندارتونونه ترسره کوي.

سه شنبه د کب۵مه ۱۳۹۹

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نړیوالو بازارونو ته د هیواد دغالیو ورپیژندلو لپاره په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې نندارتونونه پرانیزي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثاراحمد غوریاني د غالیو صادراتو د لوړوالي په هکله وايې:

دغه وزارت په راتلونکې لمریز کال کې د غالیو صادرونکو لپاره ۵ سلنه سب سایډي په پام کې لری، چې دسیمي او نړۍ په هیوادونو کې د ځانګړو نندارتونو په ترسرکولو سره به د غالیو د صادراتو کچه کې د پام وړ لوړ والی راشي .

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې په سیمه او نړۍ کې د افغانستان غالۍ د مهم سوداګریز برانډ څخه شمیرل کیږي،دغه وزارت هڅه کوي چې په راتلونکې لمریز کال کې د غالیو په تولیداتو او صادراتو کې زیاتوالی راشي.

همدا راز د ملي احصايې او معلوماتو ادارې د شمیرو له مخې د روان کال په درې ربعو کې د ۱۱ میلونه ډالرو په ارزښت ۳۵۸۱۴۹ متره غالۍ د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته استول شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښارجوړولو وزارت په همکارۍ د غالیو د صنعت د پراختیا لپاره څلور صنعتی ښارګوټې د بلخ،کابل،ننګرهار،او هرات په ولایاتو کې جوړ کړي دي.

د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې د ۱۰۰ څخه زیات ډول ډول غالۍ تولید کیږي چې په دې سکتور کې د هیواد زرګونه تنه چې زیاتره يې میرمنې دې دغالیو په اوبدلو بوخت دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS