د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل د طرحې په اړه مشورتي غونډه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۵:۵۳
د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل د طرحې په اړه مشورتي غونډه

سه شنبه مورخ ۲۹ربیع الاول ۱۴۴۴/۳لړم ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د دغه وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال  ښاغلي مولوي قدرت الله جمال ،د بهرنیو چارو وزارت د مالیې او ادارې معین ښاغلي رحمت الحق فیصل، محترم حافظ انجنیر صدیق الله عابد د مالیې او ترانسپورت وزارت معین، ښاغلی سید محمدیونس آغا د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري معین، د سرحدونو او قبایلو وزارت معین  عبدالرحمن، د ملي نورم او سټنډرډ ادارې د ټکنالوجۍ مشرمفتي فیض محمد حمید او د مالیې، کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالیې وزارتونو باصلاحیته استازو،  د چارو ادارې، د خوړو اودرملو ملي ادارې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه وزارت د ا د یو شمیر رئیسانو په شتون کې د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل د طرحې په اړه مشورتي او نظریه غونډه جوړه شوه.

صنعت او سوداګرۍ  وزارت سرپرست ښاغلی الحاج نورالدین عزیزي د بندرونو او صنایعو د ملي کمېټې په اړه د هیواد په بندرونو ، او بندرونو کې د دغې کمېټې د جوړېدو پر اړتیا خبرې وکړې.

نومووړی وویل په پام کې لرو داسی یو بنسټ کیږدو چې د څیړونکې هئیت څخه پرته  ټول کار په اوتومات او په نورمال ډول ترسره شی او  د څو کلونو لپاره په کې بدلونونو ته اړتیا نه لیدل شی .

همدا راز  ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ چې زموږ موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او د هغوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي. موږ لا هم اراده لرو چې په بندرورنو کې د اړوندو اداراتو ترمنځ د کارونو د روڼتیا او سرعت په موخه نظارت او همغږي پیاوړې کړو.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې دا کار به فساد او کاری ستونزی  له منځه یوسي او په پایله کې به د هېواد په بندرونو  کې یو معیاري بهیر رامنځته شي.

د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د سرپرست وزیرښاغلي عزیزی د خبرو په تایید سره وویل چی د ااا  د خپلو هېوادوالو پرړواندې مسووليت لري، او بندرونه  هېواد د عايداتو له سرچينو څخه دي چې باید پاملرنه ورته وشی.

هغه زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بندرونو د کمېټې د رهبرۍ د کړنلارې په مسوده کې دخیل دی او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپل تخنیکي نظرونه په کامل دقت سره شریک کړي.

همدا راز د بهرنیو چارو ترانسپورت، او ټولګټو وزارتونو مرستیالان خپل نظریات د دی کمیټي عنوان، اهداف، او صلاحیتونو په اړه  ناسته کي شریک کړل چي د غونډي د ګډون والو لخوا تایيد شو.

ورپسې ګډونوالو د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل پر مسودې خبرې وکړې، خپل تخنیکي او حقوقي نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS