د باریک آب د صنعتي ــــ کرهنیز پارک څخه د سیمې د خلکو هرکلی

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۷:۵۷
د باریک آب د صنعتي ــــ کرهنیز پارک څخه د سیمې د خلکو هرکلی
۳/۸/۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اونوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د باریکا آب صنعتي - کرهنیز پارک له اوسیدونکو سره وکتل
پدې ناسته کې دباریک آب صنعتي - کرهنیز پارک اوسیدونکو برخه اخستي وه، دوي د دې پارک د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه د ښاغلي نثار احمد غوریاني سره شریک کړل او د پلازمینې زون پروژې څخه چې د باریک آب صنعتی – کرهنیز پارک هم په کې شامل دی خپل ملاتړ وښود.
د نوموړې سیمي د اوسیدونکو د وړاندیزونو له اوریدلو وروسته دښاغلي غوریاني د دغه وزارت د صنعتي پارکونو عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د دوی د وړاندیزونو په اړه بیړني اقدام وکړي.
همدا راز ښاغلي غوریاني د باریکاب اوسیدونکو ته ژمنه ورکړه چې دخپل صلاحیت په حدودو کې به له دوی سره همکاري وکړي او خپل وړاندیزونه به له ولسمشر سره هم شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې د باریک آب صنعتی ـــ کرهنیز پارک په ۱۳۹۴ کې کې د ا.ا.ج د اقتصاد عالي شورا د پریکړې له مخې په ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کې پلان،په ۱۳۹۸ کال کې بشپړ او د پانګونې وړ وګرځید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS