د باریکاب صنعتي - زراعتي پارک پروژې د ستونزو د حل په موخه دغونډې جوړېدل

شنبه د وري ۲۸ مه ۱۴۰۰
دصنعت اوسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، د کابل ولایت والي ، محمد يعقوب حیدري ، د پايتخت زون د پراختیا رییس نجیب الله شینواري ، د ښارجوړولو وزارت دځمکو او اراضۍ معین او دپروان ولايت اداري چارواکو د باریکا اب صنعتي - کرهنیز پارک پروژې د ټولنیزواو چاپیریالي ستونزو د حل په موخه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې د هیواد د صنعتي ودې لپاره د لازمو اسانتیاو د برابرولو په خاطر د صنعتي پارکونو په ځانګړي ډول د صنعتي - زراعتي پارکونو جوړول د دغه وزارت په لومړيتوبونوکې دی.
ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د دولتي نهادونو او ځایی اوسیدونکو ترمینځ د صنعتي - زراعتي پارک ډیری ستونزې حل شوي او پاتې ستونزې به د ځایی خلکو او دولتي ادارو په همکارۍ حل شي.
د غونډې په پای کې ، د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د قره باغ ولسوال ته لارښوونه وکړه چې د پارک شاوخوا سیمو له خلکو سره د باریک آب صنعتي پارک ټولنیزې او چاپیریالي ستونزې وڅیړي او د حل لارې ومومي.
دباريک آب صنعتي - کرهنیز پارک ، د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ کې موقعیت لري چې لومړی پړاو کار يې د نړیوال بانک په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی وو او اوس د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د يادپارک د ستونزو په حل کولو سره ددې پارک دوهم پړاو کارپيل کړي.