د افغان کارت له شرکت څخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

پنجشنبه دتلې 24 مه1399
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د افغان کارت د مختلط سهامي شرکت د ټولو برخو څخه لیدنه وکړه.
په هغه غونډه کې چې دیاد شرکت د رئیس په کاري دفتر کې د هغه شرکت د عامل پلاوي په ګډون ترسره شوه د افغان کارت مختلط سهامي شرکت رئیس ښاغلي محمد ظریف ارغند ښاغلي نثاراحمد غوریاني ته ښه راغلاست ووایه او په لنډه توګه يې دافغان کارت شرکت په اړه معلومات ورکړل او همداراز یې د لاسته راوړنو،ستونز،او وړاندیزونو راپور وړاندي کړ.
ښاغلي غوریاني د دې شرکت د مدیره پلاوي د رئیس په توګه د راپور په هکله د بحث وکړ اوترڅنګ یې د یاد شرکت دسوداګرۍ د پراختیا لپاره لارښوونه وکړه ترڅو په ولایاتو کې هم د نمایندګیو او توکو د خرڅلاو مغازو باندې ددې وزارت په انګړ کې کار وکړي.