دصنعت او سوداګرۍ وزارت : ګمرکونه کولای شي چې افغانستان له بهرنیو مرستو څخه بې نیازه کړي

چهارشنبه : دسلواغې ۱۵ مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ دوزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، دولتي چارواکو او خصوصي سکتور داستازو په ګډون دګمرکونو له نړیوالې ورځې څخه په کابل کې لمانځنه ترسره شوه .
په دغو مراسمو کې ښاغلي غوریاني دافغانستان داقتصادي پرځان بسیاینې ته په اشارې سره وویل چې ګمرکونه کولای شي دهېواد په اقتصادي غویدا کې مرسته وکړي او افغانستان بهرنیو مرستو څخه بې نیازه کړي.
ښاغلي غوریاني داهم وویل چې ، دصنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونه او خصوصي سکتور به له دې وروسته په ګمرکونو کې دصنعت کارانو او سوداګرو د ستونزو دحل په برخه کې لاډیرې هڅې وکړي.
ښاغلي غوریاني دنویو ترانزیټي او سوداګریزو لارو جوړیدو په ځانګړي ډول داندخوی ـ آقینې ، هرات ـ خواف ، ریل پټلۍ او دمزار کابل ـ پیښور دریل پټلۍ دلاسلیم کولو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان دسیمې دسوداګرۍ او ترانزیټ په څولر لارې دبدلیدو په حال کې دی.
په دغو مراسمو کې دخصوصي سکتوراو یو شمېر دولتي چار واکودګمرکونو درول په واسطه دافغانستان پراقتصادي ځان بسیا ینې دټینګار تر څنګ وویل چې، که چیرې په ګمرکونو کې شته ستونزې حل شي ، نو په نژدې راتلونکي کې به هېواد له بهرنیو مرستو څخه بې نیازه شي .