تجارتی اتشې باید د اقتصادی او سوداګريزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولوبوي؛

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګريزو چارو معین ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي نن د ویدیو کنفرانس له لارې په تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان هیوادونو کې د هيواد له تجارتي اتشو سره خبرې وکړې.
تجارتي اتشو د خپلو کړنو، لاسته راوړنو، وړاندیزونو او راتلوونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
ښاغلي عبدالرحیمزي د دوی د کړنو د ستاینې تر څنګ هدایت وکړ، چې د صادراتو د زیاتوالي، بازارموندنې، د تجارتي اړیکو د پیاوړتیا، د بهرنیو پانګوالو د هڅونې او خصوصي سکټور ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې جدي هڅې وکړي.