الهام حسام د اوسپنې د ځوب کولو او تولید فابریکه په ورځ کې ۱۵ ټڼه سیخ تولیدوی
یک شنبه مورخ ۱۹ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۱۲ لیندی ۱۴۰۲
د الهام حسام د اوسپنې او سیخ تولید فابریکه د ۹ میلونه ډالرو په پانګونې سره د سمنګانو ولایت کې فعالیت کوی چې ۸۵ تنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده ، په شپه او ورځ کې ۴۰ ټنه اوسپنې د ویل کولو او ۱۵ ټنه ګول سیخ د تولید وړتیا لری تولیدات لری چې په نږدې راتلونکی کې به د ګاډرو د تولید برخه هم فعاله کړی.
د سمنګانو ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ښاغلي مولوی احمد خان خادم د الهام حسام د اوسپنې د ځوب کولو او تولید له فابریکې څخه د لیدنې پر مهال؛ نوموړي د دې فابريکې د مسوولينو د ستونزو اورېدو، شته فرصتونو او ننګونو په پېژندلو سره ژمنه وکړه، چې ستونزې به يې له اړوندو مسوولينو سره شريکې کړي.