په کابل کې د تاجکستان له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

سهشنبه د غویی ۷ مه۱۴۰۰
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره په خپل دفتر کې وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د ګډو سوداګريزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي غورياني همدارنګه تاجکستان د افغانستان د محصولاتو اوصادراتو لپاره یو له مهمو هیوادونو څخه و نوموه.
له بلې خوا په افغانستان کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د اړیکو د لا پراختیا په اړتیا ټینګار وکړ.
د تاجکستان سفیر دا هم وویل چې په دې وروستيو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګریزو اړيکو وده کړې او دا به په اوږد مهال کې دواړدواړو هيوادونو ته ګټه ورسوي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر هم په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګوونې په برخه کې د تاجک پانګوالو علاقه وستایله.