په چين هېواد کې دافغان بازر دنندارتون جوړېدل

یکشنبه : دچنګاښ ۶مه ۱۴۰۰
د چین جمهوریت په بیجینګ ښارکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګریزې اتشې دفتراو په هغه هیواد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په همکارۍ دافغانستان دفرهنګ خونې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه هیواد د صادراتو او محصولاتو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون د افغان بازار په نوم پرانیستل شوی چې یو شمیر افغان شرکتونو افغانی محصولات لکه غالۍ ، ګلیم، دلاجوردو زینتي محصولات، لاسي صنایع او زعفران نندارې ته ایښودل شوې وو او دغه نندارتون دلیدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
په دغه نندارتون کې چینايي چارواکو ، سفیرانو ، په بیجینګ کې میشت بهرنيو ډیپلوماټانو ، د چین د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو ، چینایي سوداګرو او د بیجینګ ډیر شمیر خلکو ، چې شمیر یې له ۸۰۰ تنو څخه ډیر وو، برخه اخیستې وه.
دیادولو وړ ده چې دې نندارتون د هیواد صادرونکو ته د افغاني صادراتو معرفي کولو او بازار موندلو لپاره ښه فرصت برابر کړی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ لپاره یې لاره هواره کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د محصولاتو معرفي کولو او بازار موندنې په موخه سږکال په سیمه او نړۍ کې نندارتونونه جوړ کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همدارنګه د سیمې او نړۍ د سوداګرۍ وزارتونو له چارواکو سره په خبرو بوخت دي ترڅو د هیواد محصولاتو لپاره د افغان بازار تر نوم لاندې مشخص ځایونه جوړ کړي.