د کندهار ولایت له یو شمیر تولیدی فابریکوڅخه لیدنه

چهار شنبه: دکب ۳مه ۱۴۰۰
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د کندهار ولایت د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د صنایعو او کانونو د خونې له مدیره پلاوي او یو شمیر تولیدې فابریکو له خاوندانو سره وکتل.
په دې ناسته کې صنعت کارانو او فابریکه لرونکو هریو په خپل نوبت د خپل صنعت او تولیداتو پر وړواندې د شته خنډونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
هغوي د فابریکو لپاره د کافي، ارزانه او ډاډمنې برېښنا نشتوالی، د فابریکو مالکینو ته د ملکیت د اسنادو نه ورکولو، د صنعتي پارکونو اړونده د ځمکو غصب، په صنعتي پارکونو کې د زیربناوو رغولو ته نه پاملرنه،داخلي تولیداتو او د هیواد محصولاتو ته د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو لخوا د لومړیتوب نه ورکول د خپل صنعت او تولیداتو د ځانګړو ستونزو څخه یاد کړل .
د صنعت کارانو او تولیدې فابریکو د خاوندانو د خبرو له اورېدلو وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د کندهار د صنعتکارانو او فابریکو له خاوندانو څخه له دې امله مننه وکړه چې هېواد کې یې په لیوالتیا او ټینګ هوډ سره خپل فعالیتونه جاري ساتلي او خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده، نوموړی زیاته کړه،د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
ښاغلي جمال زیاته کړه، دا وزارت له اړوندو ادارو او وزارتونو سره په همغږۍ هڅه کوې ترڅو د صنایعو پر وړاندې شته ستونزې لمنځه یوسې او د کورنیو صنایعو د ودې لپاره ډاډمن چاپېریال رامنځته کړي.
په پای کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال د کندهار د شوراندام د صنعتې پارکونو د فعالو فابریکو څخه لیدنه وکړه او دهغه ځاې دصنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه يې اړونده برخو ته لازمې لارښوونې وکړې.