د څارویو د صادراتو په اړه غونډه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۳:۱
د څارویو د صادراتو په اړه غونډه

یکشنبه،د غویي۴مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ د څارویو په ځانګړې توګه د پسونو د صادراتو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړنیو صنایعو رئیس ،د صادراتو د پراختیا رئیس، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازو، د کرنې او مالدارۍ د خونې استازو، دقصابانو اتحادیې او د څارویو د صادراتو د ادارې استازو ګډون درلود.

ګډونوالو د هیواد د قوانینواو د دولت د شرایطو،عوایدو او د خلکو ګټو ته په پام سره سم تخنیکي بحثونه وکړل او خپل نظریات يې شریک کړل.

د غونډې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د ګډون والو د نظریاتو او بحثونو څخه وروسته پرېکړه وکړه چې د څارویو په ځانګړې توګه د پسونو صادرات منع کړل او ويې ویل چې هیڅوک د څارویو په ځانګړې ډول د پسونو د صادراتو اجازه نلري.

همدارنګه نوموړي د دغه وزارت د لومړنيو صنايعو رئيس ته لارښوونه وکړه، چې د څارویو د قاچاق د مخنيوي په موخه دې امنيتي ارګانونو ته ليکلي مکتوب ولېږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه د هېواد د يو تن سوداګر د غوښتنليک پر بنسټ جوړه شوې وه، چې په کې يې یوګاونډي هېواد ته د دوه زره پسونو د صادرولو د اجازې غوښتنه کړې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS