د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تحلیل غونډه ترسره شوه
یکشنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۵ کلن ستراتیژیک پلان د تحلیل غونډه ددې وزارت د مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ د مرکزې ریئسانو او آمرینو په حضورې او د ولایتې واحدونو د مسئولینو په انلاین ګډون ترسره شوه .
په پیل کې د وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د یوې ادارې د پرمختګ لپاره د پلان په اهمیت رڼا واچوله او ستراتیژیک پلان يې د ادارې د روښانه راتلونکې اړین وباله مرکزی او ولایتې مسولینو ته يې ددې ستراتیژیک پلان جوړول لپاره لازمې لارښوونيې وکړي.
ورپسې د پلان او پالسۍ رئیس ښاغلي عبدالمقیم افغان د ستراتیژیک پلان د تحلیل فورمې اړوند ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هغوي يې د ددې پلان جوړولو کې ګډې همکارۍ ته راوبلل.