د ولسي جرګې د ملي اقتصادي کمیسیون په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ګډون

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۹:۲۷
د ولسي جرګې د ملي اقتصادي کمیسیون په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ګډون

شنبه:دچنګاښ۱۹مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د ملي اقتصاد کمیسیون په ناسته کې ګډون وکړ،دسوداګرۍ،صادراتو او پانګوونې د زیاتوالي اړونده مسائیلو يې بحث ترڅنګ  د یاد کمیسیون دغړو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

د صنعت او سوداګرۍ وزیروویل  د یو شمیر سوداګریزو بندرونو تړل موقتي دي چې د امنیتي ځواکونو د هڅو له امله به ډیر ژر سوداګریزې چاري په یادو بندرونو کې پیل شي.

ښاغلي غوریاني  زیاته کړه چې د هیواد د اتباعو د اړتیا وړ لومړنیو توکو د احتکار او قیمت پلورلو د مخنیوي لپاره  د وزارت د مستهلیکنیو د ملاتړکمیسیون د خصوصي سکتور په همکارۍ په منظم ډول د مرکز او ولایاتو دبازارونود وضعیت څارنه کوي،  د قیمت پلورونکو او احتکار کونکو سره قانوني چلند ترسره کیږي.

 دصنعت او سوداګرۍ وزیر د هیواد د کرهڼیزو محصولاتو دصادراتو په اړه د ملي اقتصاد کمیسیون غړو ته وویل چې ددې وزارت سووداګریزو اتشو ته يې لارښونه کړي،  ترڅو د هیواد د کرهنیزومحصولاتو دصادراتو زیاتوالي او بازار موندنې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

د کمیسیون غړو ته د ځواب ویلو برخه کې، ښاغلي غوریاني وویل چې دې وزارت دوه میاشتې دمخه په هیواد کې د قحطۍ د  مخنیوي په موخه ۱۵۰ میتریک ټنه غنمو د واردولو طرح تر کار لاندۍ نیولي چې په راتلونکې میاشت کې به د نورو  اداراتو په مرسته او همکارۍ  د یادو غنمو واردات پیل شي.

دصنعت او سوداګرۍ  وزیرد کمیسیون غړو ته ډاډ ورکړ چې وزارت د وګړو د اړتیا وړ لومړینو توکو  صادراتو او وارداتو لپاره  پوره چمتووالی لري او د نرخونو د پورته کیدو ستونزه به نه رامنځته کیږی.

په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزیر انور الحق احدي او د اقتصاد وزارت مرستیال هم شتون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS