د هلمند ولایت صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۹:۳۰
د هلمند ولایت صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

پنج شنبه مورخ 19 ذوالقعدة الحرام 1444 / 18 غبرګولی 1402

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سر پرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او سرپرست محمد یونس مهمند، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتی پارکونو عمومي رئیس، سید محمد نعیم محمدی په ګډون هلمند ولایت ته د خپل سفر په دوام کې د یاد ولایت صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د هلمند ولایت صنعتکارانو او سوداګرو د  ا ا ا  له پاملرنې څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې شریکې کړې او د وزارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل چې د دغه ولایت صادراتي محصولاتو او تولیداتو ته په ځانګري ډول موسمي تولیداتو او محصولاتو لکه مالوچ او هندواڼه ته بازار موندنه وکړي او همداراز د صنعتي پارک د برښنا د ظرفیت د کچي لوړولو ته هم توجو وکړئ.

ښاغلي الحاج نورالدین عزیزی په ټینګار سره وویل چې په نورو هیوادونو کې د مالیاتو قانون سخت دی، خو په افغانستان کې له سوداګرو او صنعت کارانو د ملاټړ په موخه  د امیرالمومنین (حفظه الله) په هدایت د مالیاتو په ۲۷ مواردو کې آسانتیاوې رامنځته شوې دې

ښاغلي عزیزی، سوداګرو او صنعت کارانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو تولیداتو کیفیت ته پام وکړي تر څو د افغانستان مسلمان ولس په مقابل کې خپل دیني مسئولیت ادا کړي.

همداراز الحاج عزیزی وویل  د صنعت او سوداګرۍ وزارت د طرحی له مخي او د امیر المومنین (حفظه الله ) د هدایاتو سره سم د صنعتي پارکونو د صفایې کتابچې پيسې به د ښاروالیو  په همغږي  د صنعتي پارکونو په زیربناوو لګول کیږي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ترانسپورتي ستونزو په اړه وویل ستونزي به د ترانسپورت وزارت په همغږي حل شي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د هلمند ولایت بُست صنعتي پارک او د مالوچو د پروسس فابریکو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS