د ملت د استازو د سالمو وړاندیزونو اوریدل او د قانون په رڼا کې ورته د حل لارې موندل زموږ لومړیتوب دی !

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۰:۵۴
دصنعت او سوداگری وزارت

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال او سرپرست وزیر ښاغلي اجمل حمید عبدالرحمیزي نن د کندهار، پکتیکا او ارزګان له استازو سره ولیدل.
یادو استازو د خپلو اړوندو ولایتونو د سوداګریز بهیر او پر وړاندې یې پرتې ستونزې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په دې برخو کې یې د ګامونو اچتولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي عبدالرحیمزي د وزارت په استازیتوب ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو څانګو سره شریکې کړي. سرپرست وزیر وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د هیواد د سوداګریز بهیر د ښه والي، د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخو کې خپلې ژمنتیاوې لري او په یادو برخو کې یې تر دې دمه ځینې کوټلي ګامونه هم پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS