د لوګر ولایت د محمد اغې صنعتي پارک د فعالولودهمغږي غونډه

شنبه د غويي ۴- ۱۴۰۰
د لوګر ولایت د محمد اغې صنعتي پارک د فعالولو په اړه د ولسمشر د ۵۱۵۸ نمبر لمبر هدايت د پلي کيدو په موخه د همغږۍ ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعت او سوداګرۍ چارو د معين ښاغلي محمد سلیمان بن شاه په حضور کې د افغانستان دفدراسيون خونو دعمومي ريس محمداسماعیل غضنفر ، دولسمشرۍ ماڼۍ دپانګونې داسانتياوو دواحد ريس عطاء الله نصیب د عامه ادارو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون جوړه شوه
په دې ناسته کې ، د پانګوونې اسانتیا برخې مشر ، د صنعت او سوداګرۍ معینیت ، او د دولتي ادارو او خصوصي سکتور استازو د محمد اغې صنعتي پارک فعالولو پروسې ګړندۍ کولو لپاره اړونده څانګو سره پر همغږۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې ناسته کې ، د ریاستونو استازو د پانګونې راجلبولو په اړه خپل نظریات څرګند کړل؛ دوی ياد پارک ته دمعياري بریښنا د نښلولو او لیږدولو اوهمدارنګه د فابریکو د فعالولو دڅرنګوالي په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.