د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په اتو صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۹:۱۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په اتو صنعتي پارکونو کې د ځمکې ویش

دوشنبه:د چنګاښ۵مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د پانګونې د جذب په موخه  د اتو ولایاتو  په صنعتي ښارګوټو کې پانګوالو ته د ځمکې د ویش په هکله چمتو والي لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د باریک آب صنعتي او کرنیز ښارګوټي،د هرات په صنعتي ښارګوتې کې د څلورم فیز،د خوست ولایت په سموات بڼ ،د میدان ورتګ ولایت د تخت کوتل،د ننګرهار ولایت حصارشاهي،د کندهار ولایت په شوراندام،د لوګر ولایت په محمدآغې،او د پکتیا ولایت د رباط په دښتې په صنعتي ښارګوټو کې پانګوالو او صنعت کارانو ته ځمکې ویشي.

هغه پانګوال او صنعتکاران چې غواړي په دې صنعتي پارکونو کې ځمکې ترلاسه کړي کولی شي د مرکز او ولایتونو د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي ریاست او سکتوري خونو ته د ځمکې ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیک وړاندې کړی.

 همدارنګه، په نږدي راتلونکي کې به  51 هغه شرکتونه چې د ځمکې غوښتنې سندونه یې دمخه د ځمکې د توزیع د ځانګړې کمیټې په  د ریمه ناسته کې څیړل شوی شوي وو، د اقتصاد د عالي شورا د تصویب ورسته،به ځمکه دوی ته وویشل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت به  په پنځو ولایتونو کې پانګونکو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاو برابرولو په موخه  د پنځو صنعتي ښارګوټو جوړول پیل کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS