د صنعت او سوداګرۍ وزارت د درې نويو رییسان معرفي کول

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۹:۴
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د درې نويو رییسان معرفي کول

 یک‌شنبه دغبرګولي 2مه 1400

 دصنعت او سوداګرۍ  وزارت درې نوي رئیسان ، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه اخیستې ، د دغه وزارت کارکوونکو ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر، ښاغلي نثار احمد غورياني په  ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شول.

 ښاغلي غوریاني  په يادو مراسمو کې وویل چې ډاکټر همایون د فکري مالکيتونو ریاست د رییس په توګه ، محمد مهدي محمدي د پانګونې د پراختیا رییس په توګه او شاه مسعود ارغندابي د آزاد رقابت له لارې د صادراتو پراختیا رییس په توګه د اصلاحاتو خپلواک کمیسیون له لارې  بریالی اعلان شوي.

دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي غورياني په وزارت کې د فساد ، تبعیض او توکم پرضد د مبارزې په ټینګار ، وویل چې په وزارت کې به خالي بستونه اعلان شي او هر هغه ځوان چې وړتیا ولري کولی شي د کاندید په توګه ازموینه او پرانستې سیالۍ ته بریالۍ شي او په دنده وګمارل شي

 دصنعت او سوداګرۍ وزیر په نويو ريسانو غږ وکړ چې په خپل ټول قوت ، هڅواو زړورتیا سره هیواد ته خدمت وکړي او د هیواد د صنعتي ، اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.

 په دې مراسمو کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت نويو رئیسانو ، د دې وزارت مشرتابه لخوا د سالم کاري چاپیریال رامینځته کولو څخه مننه وکړه ، او ژمنه یې وکړه چې  دوی به خپلې دندې  په سم ډول او د اسلامي احکامو سره سم ترسره کړي.

 د مراسمو په پای کې ، تازه ګمارل شوي رئیسان د صنغت اوسوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني لخوا د دوی دفتر ته ورغی  او د دوی د کار د بریا لپاره یې دعا وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS