د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي کنفرانس

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۱۵:۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي کنفرانس

یک‌شنبه :د لړم  23مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د وزارت سلاکار ښاغلي عبدالحمید عزیزي  مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
 دغه کنفرانس چې د افغانستان د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شو؛ ښاغلي عزیزي  پاکستان اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او د رسنیو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
نوموړي دغه سفر د افغانستان وګړو لپاره دا سفر ګټور وباله او يادونه يې وکړه، چې افغانستان په عملي توګه په سيمه کې د سوداګرۍ او ترانزيت پر څلورلارې بدل شوى دى. 
هغه له پاکستان سره د شویو هوکړه لیکونو په اړه خبرې وکړې او د رسنیو له لارې یې ټولو پانګوالو ته پیغام ورکړ چې افغانستان د پانګونې لپاره له ټولو اړینو اسانتیاوو سره خوندي سیمه ده او موږ  په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوو.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د ګډ بورډ تر منځ خبرې د لړم(عقرب) په ٢٠مه او ٢١مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوې او په ٢٠برخو کې  هوکړې ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS