د صنایعو او معادن خونې او د قیمتي ډبرو د خر څلاو له مرکز څخه لیدنه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۲۲:۴۶
د صنایعو او معادن خونې او د قیمتي ډبرو د خر څلاو له مرکز څخه لیدنه

شنبې د غبرګولي ۲۸ نیټه، ۱۴۰۱کال

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال د بدخشان ولایت د صنایعو او معادن خونې د قیمتي او نیمه قیمتي ډ برو د خرڅلاو او پرؤسس له  مرکز څخه لیدنه وکړه.

محترم هدیت‌الله حکیمی د بدخشان ولایت د صنایعو او معادن رئیس په پېل کې د صنعت او سوداګرۍ چارو معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال له راتګ څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د  پرؤسس مرکز کې څه باندې ۲۳ بابه د کانونه جوړ شوي دي  او د صنایعو او معادن خونې دفتر هم  همدلته دی. همدارنګه د بدخشان ولایت د صنایعو او معادن خونې رئیس د خپلو فعالیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه

چې په یا دو اتاقون کې د بیلا بیلو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پرؤسس او پلورلو تر څنګ د ښځینه لاسی صنعت تو کي هم خرڅیږي کي.

ورپسې ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د بدخشان ولایت یو له صنعتي ولایتونو څخه یاد کړ؛ او د ښځو دلاسي صنایع او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د نندارتون پر پرانیستلو یې ټینګار وګړ.

په همدې لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له هغې ځمکې څخه  چې د بدخشان ولایت ښاروالۍ له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ودانۍ رغونې لپاره ځانګړې شوې ده،  له نژدې څخه ولیده او ژر تر ژره یې د بدخشان ښاروالۍ څخه د صنعت او سوداګرۍ ریاسته د ځمکې د اسنادو د انتقال په اړه مسؤلینو ته لازم هدایت ورکړل.

همدارنګه مولوي قدرت الله جمال درې قطعې نورې هغه ځمکې هم له نژدې څخه وکتې چې د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د صنعتي پارکونو لپاره په نښه او په پام کې نیول شوې دي.

 د یادونې وړ ده چې په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ چارو معین سره  د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ريس محترم مولوي سیف‌الرحمن رحیمی  او ورسره همکارانویې همراهي کوله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS