د بلخ ولایت له صنعت کارانو سره لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۶:۲۷
د بلخ ولایت له صنعت کارانو سره لیدنه

پنج‌شنبې د چنګاښ ۲ نیټه ۱۴۰۱ کال

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال او ورسره پلاوي محترم ملا نیازمحمد واثق د صنعت او سوداګرۍ معینیت اقتصادي سلاکار، محترم مطیع‌الله امید د ستراتژۍ ، پالیسی او پلان رئیس چې د بلخ والي  محترم قدرت‌الله ابوحمزه، د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس  محترم امیرمحمد متقی او امام‌الدین سنایی‌زاده د شمال زون د صنایع او معادن اتاق  رئیس هم حضور درلود د یاد ولایت له صنعت کارانو سره یې وکتل.

 په پېل کې د بلخ والي د بلخ ولایت ته د مولوي صاحب جمال له راتګ څخه هرکلی وکړ او د صنعت کارانو له فعالیتونو  څخه یې ستاینه وکړه.

په همدې لړ کې د شمال زون د صنایع او معادن اتاق رئیس محترم امام‌الدین سنایی‌زاده او ځینو صنعت کارانو خبرې وکړې، او خپلې ننګونې او ستونزې بیان کړې.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ چارو معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال وویل ستاسو ولایت ته زموږ د راتګ موخه د خصوصي سکتور د چالشونو او مشکلاتو اوریدل دي.

 همدارنګه ښاغلي  مولوي جمال د صنعتي پارکونو په اړه داسې څرګنده کړه:  د ځمکې د ویش لپاره د سندونو طی مراحلو لړۍ روانه ده او موږ ټولو صنعتي پارکونو لپاره  برنامې په پام کې لرو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS