د اکسیجن دتولیداتو زیاتوالي د ارزونې غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۸:۴۵
د اکسیجن دتولیداتو زیاتوالي د ارزونې غونډه

پنجشنبه چنګاښ ۳ مه ۱۴۰۰

د کابل صنعتي پارکونو په فابریکو کې د اکسجین تولید د زیاتوالي د څیړنې په موخه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعوچارو عمومي رییس ښاغلي سید محسن سادات په مشرۍ د صنایعو او معادنو د خونې،اکسیجن د تولید کونکو شرکتونو او په افغانستان کې د (USAID) د دفتر استازو په ګډون د عبدالمجید زابلي د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

سید محسن سادات وویل چې دا وزارت او په افغانستان کې د (USAID) دفتر د تولیدي شرکتونو د اکسیجن تولید ډیروالي لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي سادات زیاته کړه په اوسني وضعیت کې چې د هیواد وګړي اکسیجن ته سخته اړتیا لري؛ ځکه نو د تولید کچه باید د تولیدي فابریکو لخوا زیاتوالی ومومي او د هیواد په بازارونو کې په لوړه بیه دپلور او ذخیرې کولو مخه يې ونیول شي.

په دې لیدنه کې د تولیدي شرکتونو لخوا د ورځني آکسیجن تولید مقدار، اړمنو ته د توزیع څرنګوالی، د ذخیره کولو مخنیوی او په لوړه بیه یې د نه پلورل څخه ډاډ ترلاسه شو چې د اکسیجن د تولید شرکتونو د ستونزو او ننګونو په هکله هم بحث ترسره شو.

په دې ناسته کې،د اکسیجن تولید شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې د اکسیجن د تولید کچه به لوړه ،دذخیرې او په لوړه بیه د پلور څخه د مخینېوي په هکله به د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه سره همکاري وکړي.

دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني داکسیجن تولید کونکو سره د لیدنې په محال له هغوي څخه وغوښتل چې په اوسني حالت کې د کوئید ۱۹ ناروغانو لپاره اړین اکسیجن برابرولو کې د هیوادوالو سره مرسته وکړي .

د کابل په صنعتي پارکونو کې د آکسیجن اته فابریکې فعالیت کوي چې کوئیډ ۱۹  اړوند روغتونونو او اکسیجن غوښتونکو ډیری اړتیاوې يې  پوره کړی دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS