د افغان سوداګرو لخوا د کوئید ۱۹ ناروغانو سره د لس زره ډبو اکسیجن مرسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۳۷
د افغان سوداګرو لخوا د کوئید ۱۹ ناروغانو سره د لس زره ډبو اکسیجن مرسته

پنجشنبه د چنګاښ ۳ مه ۱۴۰۰

د هیواد دوه تنو ملی سوداګرو هریو حاجی خیرالدین مایل او کمال نبی زاده د کوئید ۱۹ ناروغانو د اکسیجن د پوره کولو لپاره د ګاونديو هیوادونو څخه لس زره ډبی اکسیجن وپیرل او د مزار شریف او کابل د کوئید ۱۹ روغتونو سره يې وړیا مرسته وکړه.

دصنعت او سوداګرۍ وزیزښاغلی نثار احمد غوریاني د ملي سوداګروڅخه چې  په اوسني وضعیت کې د اکسیجن اړتیاو پوره کولو کې د هیوادوالو سره مرسته  مننه وکړه او په افغانستان کې یې د نورو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو څخه وغوښتل چې په اوسني حالت کې د کوئید ۱۹ ناروغانو لپاره اړین اکسیجن برابرولو کې د هیوادوالو سره مرسته وکړي .

ښاغلي غوریاني وایې ،چې دا مهال په کابل او ولایتونو کې له 30 څخه ډیر د اکسیجن فابریکې شتون لري ترڅو د کوئیډ 19 اړوند روغتونونو ته اړین اکسیجن ورسوي.

د ښاغلي غوریاني په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان په صنعتي فابریکو کې د اکسیجن تولید ډیروالي لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ښاغلي غوریاني ټینګار کوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مستهلکینو څخه د ملاتړکمیسیون په بازار کې د اکسیجن د احتکارد مخنیوي لپاره خپلې پلټنې پیل کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS