د ارزاقو دولتي شرکت دمديره پلاوي غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۳۲
د ارزاقو دولتي شرکت دمديره پلاوي غونډه

یک‌شنبه دغبرګولي 9 مه 1400

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمعين محمد سلیمان بن شاه په مشرۍ او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چاروادارې دپاليسۍ او ستراتيژۍ برخې استازو ، د مالیې وزارت او د ارزاق ریاست شرکت په ګډون د ارزاقو دولتي شرکت د اداري پلاوي غونډه د دغه وزارت د عبدالمجید خان زابلي د کنفرانس په تالار کې جوړه شوه.

 د غونډې په پیل کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین وویل چې د دولتي شرکتونو د نوي قانون له مخې؛  د ارزاقو دولتي تصدۍ دارزاقو په دولتي شرکت واوښته او دا شرکت باید ورغول  شي.

 ښاغلي بن شاه زیاته کړه چې د ولسمشرۍ عالي مقام ، د مالیې وزارت او د صنعت اوسوداګرۍ وزارت غواړي چې دولتي ارزاقو شرکت بیرته خپل اصلي حالت ته راستون کړي ، هغه  چې د دولتي ادارو اړتیاوې پوره کړي.

په غونډې کې د ياد شرکت په فرصتونو او ننګونو  هم خبرې وشوې ، د شرکت لپاره رییس یا سرپرست ټاکل ، د لنډمهاله اجرایوي کمیټې ګمارنه او د نوي سازمان له تصویب وروسته ، د نوي  1400 مالي کال تنظیم کول  ، د شرکت لپاره د نوي بانکي حساب پرانیستل.د سوداګرۍ پلان او نورو اړونده مسلو په اړه بحثونه ترسره شول.

 د يادونې وړ ده چې دصنعت اوسوداګرۍ وزارت ، د نورو دولتي ادارو او د مالیې وزارت له رهبرۍ اود دولتي شرکتونو عمومي ریاست سره په همغږۍ  ، د دولتي شرکتونودعصري کولو په موخه ، چې اوس په دولتي شرکتونو بدل شوي خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS