دپرایسیک کاري ډلې اوومه ناسته د څلورمې پراختیا کمیتې له خوانه تر سره شوه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۷:۳۱
دپرایسیک کاري ډلې اوومه ناسته د څلورمې پراختیا کمیتې له خوانه تر سره شوه

سه‌شنبه  د غبرگولی ۴ مه۱۴۰۰

د پرایسیک د کمیټې اوومه ناسته د څلورمې کاری پرآختیا ډلې له خوانه دصنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د رییس د سیدمحسن سادات په مشرۍ  تر سره شوه چې د خصوصی سکتور غړو هم په دې ناسته کې برخه درلوده دا ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عبدالمجید خان زابلی په تالار کې ترسره شوه په دې ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ د ملی پالیسی د جوړیدو ترڅنګ د یو تولیدونکي افغانستان په هکله د غونډې برخوالو خپل رپوټونه او وړاندیزونه ددې ګمیټې له غړو سره شریک کړل ددې کار څلور مې ډلې اجراې کمیتې د خصوصی سکتور د پراختیا کمیته  چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې ده د سوداګرۍ او صنایعو د پراختیا لپاره کار کوي  او دا بنسټونه ېې غړیتوب لري  د اقتصاد وزارت ،دصنایعو او کانونو خونې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت٬ د مرکزې احصاېې اداره،  د مالېې وزارت ېې غړیتوب لری۔ ددې ناستې زیات تمرکز دتولید انجمنونو او د غالیو صادرات براختیا په هکله بحث وشو  . دیادونې وړده چې د سوداګرو میرمنو او دکسبګرو اتاقونه هم  ددې کاري کمیتې غړیتوب لري۔

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS