دفعالیت دجوازونو دویش په برخه کې د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو دصنعت او سوداګرۍ معین ټینګار

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۸:۳۲
دفعالیت دجوازونو دویش په برخه کې د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو دصنعت او سوداګرۍ معین ټینګار

یک‌شنبه د غبرګولي ۲یمه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت  معین محمد سلیمان بن شاه ، چې د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو د څیړنې په موخه  کندهار ولایت ته تللی ، ددغه ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست دجوازونو دویش له مرکز څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې دجوازونو دویش په برخه کې داسانتیاوو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت معین وویل چې په مرکز او ولایتونو کې د جواز ورکولو د توزیع مرکز د جوړولو موخه د خصوصي سکتور لپاره لازمي اسانتیاوې برابرول او دوی ته د غوره خدمات وړاندې کول دي.

ښاغلي بن شاه همدارنګه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خصوصي سکتور ته د منظمو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هیواد په ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول د اقتصادي ، سوداګریزو او ترانزیټي زونونو په مرکزونو کې د جواز د ویش مرکزونه جوړوي.

دیادونې وړ ده چې کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د خپلو صنعتي ، اقتصادي ، سوداګریزو او ترانزیټي فعالیتونو له امله د هیواد داقتصادي او صنعتي ودې لپاره ځانګړی ځای لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS