دافغانستان،پاکستان دسوداګرۍ اوترانزیټ دهمغږۍ دکمیټې اوومه غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۱۷
دافغانستان،پاکستان دسوداګرۍ اوترانزیټ دهمغږۍ دکمیټې اوومه غونډه ترسره شوه

سه شنبه: دلړم ۲۷مه ۱۳۹۹

دافغانستان،پاکستان دسوداګرۍ اوترانزیټ دهوکړې دهمغږۍ کمیټې اوومه ناسته دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني او دپاکستان دلومړي وزیرداقتصادي سلاکاراو ددغه هېواد دسوداګرۍ وزیر رزاق داوود په مشرۍ ترسره شوه، په دغه ناسته کې د دولتي نهادونواو خصوصي سکتور استازو هم ګډون کړی وو.

ددغه غونډې په پیل کې ښاغلي غوریاني دپاکستان داسلامي جمهوریت لوړ رتبه پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دپاکستان هېواد دسوداګرۍ دوزیر یاد سفر ددواړو هېوادونو دسوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو په برخه کې یو نوی باب پرانیست.

بلخوا بیا دپاکستان دسوداګرۍ وزیر ښاغلي رزاق داوود د دولتي مقاماتو او خصوصي سکتور له تاوده هرکلي څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغانستان سره دسوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې دښو اړیکو غوښتونکی دی، نوموړي داهم وویل چې په اسلام اباد او کابل کې ددوی لیدنو ددواړو هېوادنو دسوداګرۍ او ترانزیټ لپاره داسانتیاوو په رامنځته کولو کې ښه زمینه برابره کړې ده.

په دغه غونډه کې دواړو لورو دترانزیټي او سوداګریزو چارو دکاري کمیټو، بانکي اوګمرکي اړیکوپه برخه کې دستونزو په اړه خبرې وکړې او دافغنستان، پاکستان ترمنځ یې دسوداګرۍ او ترانزیټ دهوکړې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

ټاکل شوې ده چې دافغانستان پاکستان دسوداګرۍ او ترانزیټ دهوکړې اتمه غونډه په اسلام آباد کې ترسره او هلته به یاده هوکړه نهایي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS