په کندهار ولایت کې د صادراتي محصولاتود اسنادو د پروسې پلي کولود مرکز پرانیسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۹:۵۹
په کندهار ولایت کې د صادراتي محصولاتود اسنادو د پروسې پلي کولود مرکز پرانیسته

سه‌شنبه: دغبرګولي ۱۱مه ۱۴۰۰

په کندهار ولایت کې د هیواد صادراتي محصولاتو د پروسې پلي کولومرکز د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي  نثار احمد غوریاني ، د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د طبیعي سرچینو معین حشمت الله غفوري، د صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید او او ددغه ولایت دوالي روح الله خانزاده لخوا پرانیستل او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي  نثار احمد غوریاني د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرجلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني د دوامداره ملاتړ هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا مرکز د لومړي ځل لپاره په کندهار ولایت کې رامنځته شوی دی.

ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې د هیواد د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په موخه به ، په نږدې راتلونکي کې  د صادراتي محصولاتو د اسنادو ورکولو پروسې پرمهال د هیواد په مهمو اقتصادي او سوداګریزو زونونو کې واحد مرکزونه جوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هیواد د محصولاتو صادراتو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت د دولتي ادارو ، خصوصي سکتور او نړیوالو مرسته کونکو په همکارۍ هڅه کوي چې د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د هیواد کرنیزو محصولاتو لپاره نړیوال سندونه ترلاسه کړي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د افغانستان صادراتي محصولاتو لپاره د نړیوالو سندونو په ترلاسه کولو سره به د هیواد صادرات سږکال دوه ملیاردو ډالرو ته لوړ شي.

د دې مرکز د پرانستې په مراسمو کې د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو معین هشمت الله غفوري وویل چې د کرنیزو محصولاتو تولید مخ په ډیریدو دی او په مهمو اقتصادي او سوداګریزو زونونو کې د ورته مرکزونو جوړول د کرهنیزو صادراتوپه زیاتوالي کې خورا اغیزمن تمامیږي.

په دغو مراسمو کې ، د کندهار والي ، د صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د خصوصي سکتور استازو د دې مرکز د جوړولو او د هیواد د محصولاتو د صادراتو له زیاتوالي څخه د ملاتړ په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د صادراتو زیاتوالی لپاره لازیاتې اسانتیاوې باید برابرې شي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS