د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

reza_admin
د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

د صنعت د اونۍ د لمانځلو په مناسبت  د کابل نړیوال نندارتون د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ څخه تر ۲۵ نېټې پورې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې چې په حضورې چمن کې موقعیت لري، د هېواد، د محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې ، د ملي پانګوالو ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هیوادوالو ته د کورنيو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه ترسره کیږې.

په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو  صنعتي سکتورونو، کرنيز، ساختماني، کانونو، لاسي صنايعو، طبي وسايلو، درملو او نورو ملي محصولاتو او توليداتو اړوند توکې نندارې ته ایښودل شوې دي.

هیوادوال کولای شي چې په ټاکلو ورځو کې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي او د خپل هیواد محصولات او صنعتي تولیدات واخلي.

همدارنګه د  رسنیو محترمو استازو ته هم بلنه ورکول کیږي چې د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۴۴ کال د شوال د میاشتې په ۲۰ نیټه چې د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ نیټې سره سمون لری د  سهار په نهو بجو د دغه نندارتون د پرانستلو مراسم تر پوښښ لاندې راولي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

کابل کې د بي بي خدیجه الکبری ملي او نړۍوال نندارتون جوړېږي

په پام کې ده، چې د مور او ماشوم د ملاتړ د اونۍ په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او نورو اړوندو ادارو او بنسټونو په همکارۍ

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت خبرتیا

د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت په ۱۳۶۶ کال کې جوړ شوی او  د ۲۴ شریکانو په درلودلو سره خپل فعالیت یې پیل کړي او د ۱۳۶۹ کال تر اخیره په نورمال ډول خپل فعالیت ته دوام وړکړی دی.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

د کابل نړیوال نندارتون  د ترسره کیدلو خبرتیا د ۱۴۰۲ کال د ثور( غويې)   ۲۱ ـــ  ۲۵

د صنعت د اونۍ د لمانځلو په مناسبت  د کابل نړیوال نندارتون د ۱۴۰۲ کال د ثور له ۲۱ څخه تر ۲۵ نېټې پورې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې چې په حضورې چمن کې موقعیت لري

Back to announcements