د صنعت او سوداګرۍ او کرهنې او اوبو لګولو وزارتونو معینانو د کابل په پلچرخي سیمه کې له صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه
دوشنبه ۶ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۱۹ وږی ۱۴۰۳
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سودا ګرۍ وزارت معين محترم مولوي احمد الله "زاهد" او همدارنګه د اوبو لګولو او کرهڼي وزارت معين محترم مولوي صدر اعظم د کابل ولایت د څرخي پله په سیمه کې د صنعتي پارک له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه و کړه.
پدې لیدنه کې چې پرون (یک شنبه د سنبلې ۱۸مه) ترسره شوه، صنعت کارانو د دوۍ ورتګ ته ښه راغلاست و ویل او خپل مشکلات یې ور سره شریک کړل.
محترم مولوي احمد الله زاهد او محترم مولوي صدر اعظم د صنعت کارانو د صنعت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې صنعت د هیواد د اقتصادي پرمختګ او بسایني اساس او لامل دی.
ياد پلاوي صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د صنعت کارانو هر راز ستونزو ته د حل په موخه پاملرنه کړې ده او کوي به یې ان شاءالله.