د صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۳۶
د صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

چهارشنبه مورخ ۲۹ ربیع الاول ۱۴۴۵ / ۲۹ وږی ۱۴۰۲

د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د حل لپاره نن غرمه مهال د سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ناسته وشوه. یاده ناسته چې د وزارت د مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ تر سره شوه پکې د وزارت یو شمېر رئیسانو، د معادنو او صنایعو خونې استازو او یو شمېر صنعتکارانو ګډون درلود.

د صنعتکارانو او سوداګرو په استازولي د معدنونو او صنایعو خونې رئیس ښاغلي شېرباز کمینزاده په مفصل ډول د صنعتکارانو او  سوداګرو په ستونزو وغږېد. نوموړي د برېښنا، اطفایي خدمتونو، د ځمکو د وېش او د خامو موادو د راوړلو اړوند اندېښنې او وړاندیزونه د وزارت د مشرتابه سره شریکې کړې.

د وزارت مرستیال ښاغلي جمال د ستونزو د حل لپاره د وزارت چمتووالی وښود او په هراړخیزه همکاري یې ټینګار وکړ. د نوموړي په وینا ښکېلې ادارې او سوداګر په شریک کار سره دغه ستونزې حلولی شي او ډاډ یې ورکړ چې اغېزمن ګامونه به پورته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

پاکستان کې بند پاتې ۳ زره کانتینره خوشی شول

د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ۳ زره کانتینرونو د لېږد بهیر پیل شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۴:۵
Background image

د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤلینو سره د وزارت د رهبرۍ غونډه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د دې وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۳۱
Background image

په کابل  کې د صادراتو د پروسس زون د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملي چارو پیل

په افغانستان کې د صادراتې زونونو د رامنځته کولول په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس  د صادراتو د پروسس زون د جوړولو

BACK TO NEWS