د سوداګرۍ وزارت مرستیال له خان سټیل څخه لیدنه وکړه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۴۷
د سوداګرۍ وزارت مرستیال له خان سټیل څخه لیدنه وکړه

یک شنبه مورخ 1ربیع‌الاول 1445 / 26 وږی 1402

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د خان سټیل له بېلابېلو برخو لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په ترڅ کې د یادې فابریکې مسؤلینو  د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي جمال د خان سټیل له فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او یاده فابریکه یې د هیواد د صنعتي سکتور پیاوړې او ویاړلې بېلګه وبلله. په وینا یې خان سټیل په نړیوال سټینډرډ برابر تولیدات داخل او بهر ته وړاندې کوي چې د ستاینې وړ ده.

نوموړي د اوسپنې صنعت وده د هیواد د پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په پروژو کې د کورنیو تولیداتو کارونې ته پام وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

پاکستان کې بند پاتې ۳ زره کانتینره خوشی شول

د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ۳ زره کانتینرونو د لېږد بهیر پیل شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۴:۵
Background image

د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤلینو سره د وزارت د رهبرۍ غونډه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او د دې وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۳۱
Background image

په کابل  کې د صادراتو د پروسس زون د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملي چارو پیل

په افغانستان کې د صادراتې زونونو د رامنځته کولول په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس  د صادراتو د پروسس زون د جوړولو

BACK TO NEWS