د ترکیې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا له غړیو سره لیدنه کتنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۴۶
د ترکیې د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا له غړیو سره لیدنه کتنه

شنبه ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۱۰ لینډی ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداگرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، له خپل مل پلاوي سره د سوداګرۍ او سیمه ییزو همکاریو د براختیا په موخه د ترکیې جمهوریت د بهرنيو اقتصادی اړیکو شورا له محترمو غړیو سره وکتل.

پدې کتنه کې چې د ترکیې هېواد د بېلابېلو سکتورونو لکه نفت او ګازو، هوایي شرکتونو، معادنو او ټکنالوژۍ سکتورنو استازو ګډون درلود، د افغانستان او ترکیې تر مینځ د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا او د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په تړاو خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول.

په کتنه کې د یادې شورا غړیو د افغانستان د انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ساختماني چارو، لوژیستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره چمتو والی وښود او همدارمنګه په کابل کې د دغه شورا د دفتر له پرانیستلو سره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې جمهوریت د بهرنیو اقتصادي اړیکو شورا د دغه هېواد یوه اعتبار درلودونکې شورا ده چې د دغه هېواد د خصوصی سکتور له غړیو څخه جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۱۸
Background image

افغانستان اسلامي امارت پلاوی د ایران په سفر ولاړ

د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیت چارو د رییس محترم محمدالله بختیار په مشرۍ نن جمعه سهار د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي(جدې) په ۲۸

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۵:۳۷
Background image

په افغانستان کې پانګونې ته بلنه د ګڼو آسانتیاوو له وړاندیز سره

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا " پانګونې ته د عامې بلنې" تر سرلیک لاندې، په هېواد کې د صادراتو کچې د لوړ

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په فاریاب ولایت کې د قوش تیپې نندارتون پرانیستل شو

د هېواد په ولایتونو کې د داخلي نندارتونو د ځنځیرې جوړیدو په لړ کې چې د هېواد د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندنې، له داخلي توکیو څخه ګټې اخیستنې

BACK TO NEWS