د ترکمنستان هېواد د صنعت او تجارت وزارت له مرستیال ښاغلي کریم بردي قربانوف سره وکتل

د ترکمنستان هېواد د صنعت او تجارت وزارت له مرستیال ښاغلي کریم بردي قربانوف سره وکتل

۱۴۰۴ کب ۱۰

د ترکمنستان هېواد د صنعت او تجارت وزارت له مرستیال ښاغلي کریم بردي قربانوف سره وکتل

ترکمنستان هیواد ته د معيار او کیفیت ادارې د عمومي رئیس (الحاج ملا فیض الله تمیم) په مشري تللي پلاوي، د ترکمنستان هېواد د صنعت او تجارت وزارت له مرستیال ښاغلي کریم بردي قربانوف سره وکتل

شنبه، 11 رمضان المبارک 1447 / 9 حوت 1404

 په دې لیدنه کې ښاغلي قربانوف د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د کوربه هېواد له مېلمه پالنې او تود هرکلي څخه مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تاریخي اړیکو او شته سوداګریزو فرصتونو ته په کتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنی سوداګریز حجم کم دی او اړتیا ده چې د زیاتوالي لپاره یې ټول خنډونه له منځه یووړل شي.

ښاغلي زاهد په ترکمن باشي او ای کریم بندرونو کې د ترکمنستان هیواد له لوري د ترانزیټ په وړاندي د شته ستونزو په حل، ترانزیټي اسانتیاوو، د نفتي توکو په کیفیت او تورید،  افغان سوداګرو ته د ویزې په ورکړه، د بانکي سیستم په اسانتیاوو او همدارنګه په ترکمنستان کې د افغان سوداګرو د پاتې پورونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ. هغه وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې ګډه سوداګریزه کمېټه جوړه او یوه سوداګریزه تفاهمنامه دې لاسلیک شي، څو د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې په چټکۍ سره حل شي.

ښاغلي قربانوف ژمنه وکړه چې د یادو شویو ستونزو د حل لپاره به پر وخت اقدامات ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډې سوداګریزې کمېټې د جوړېدو بهیر چټک کړي. همدارنګه یې زیاته کړه چې د بیرژې او سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره به په دې اړه ځانګړې لیدنې وکړي، څو شته ستونزو ته ژر تر ژره د حل عملي لارې وموندل شي.