نن د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جماديالثاني میاشتې په ۱۴مه نېټه، د غزني ولایت د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي د پرانیستې مراسم د یو
۱۴۰۵ لیندۍ ۵

نن د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جماديالثاني میاشتې په ۱۴مه نېټه، د غزني ولایت د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي د پرانیستې مراسم د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو د ولایتي ادارې مسؤلینو او د خصوصي سکتور د استازو په ګډون ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د ماليې وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخند د غزني ولایت والي الحاج حمزه د ولایت مرستیال والي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ګډون درلود.
په مراسمو کې ویناوالو د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور پر مهم رول د کورنیو او بهرنیو پانګونو پر پراختیا او پانګه والو ته د شته اسانتیاوو او امتیازاتو په اړه خبرې وکړې او له سوداګرو او پانګه والو یې وغوښتل چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په خپله وینا کې د خصوصي سکتور پر پانګونې او د کورني تولید پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له تولیدوونکو یې وغوښتل چې د خپلو تولیداتو کیفیت او بیې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. همدارنګه نوموړي په بهر کې مېشت افغانان هېواد ته د راستنېدو او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده چې د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي د پرانیستې ترڅنګ د غزني ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.